TV Schedule
په نړۍ کې د نري رنځ د ناروغۍ زیاتوالی - بو علي سینا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې؛ په غزه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان اندیښنه، په نړۍ کې د نري رنځ (توبرکلوز) ناروغۍ زیاتوالی، د بولو یا تشو متیازو انتان او د نه درملنې ستونزې یې او د یوې کورنۍ د شپږو جراحانو په اړه د یو راپور په ګډون د روغتیا له نړۍ څخه خبرونو شامل دي.
جلالي: افغانستان کې د افرادو پیاوړتیا د ادارو د کمزورتیا لامل شوه - کاکتوس+ د لشکري سره
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي د کاکتوس+ د لشکري سره په خپرونه کې، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دورې او هغه مهال د نړیوالې ټولنې د چلند د ستونزو یادونه کړې ده. جلالي وايي، افغانستان په ۲۰۰۱ کال کې د جمهوري نظام له پیل راهیسې په ناسم لور روان و او د افرادو پیاوړتیا پکې د ادارو او بنسټونو د کمزورتیا لامل شوه. دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د اسرائیل او حماس تر اوربند وروسته یو شمېر برمته کسان او بندیان خوشې شوي دي - د اشنا د شنبې خپرونه
د امریکا غږ اشنا د شنبې په خپرونه کې د حماس او اسرائیل د اوربند تازه جزئیات، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې او په امریکا کې د افغانو او تاجیکي هنرمندانو د ستر کنسرت په اړه مهم راپورونه خپروو.
افغانستان کې ښځې د کوم ډول تاوتریخوالي سره مخ دي؟- سپینې خبرې
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې نومبر۲۵ سره هممهاله د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ ویلي چې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په دغه هیواد کې ښځو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د تاوتریخوالي مختلفې بڼې تجربه کړي دي. افغانستان کې ښځې د کوم ډول تاوتریخوالي سره مخ دي؟
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.