ولسي شاعر جاوید دلدار د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل هڅه کوي چې په خپلو شعرونو کې اوسني حالات بیان کړي او د خلکو د درد لپاره شعر ولیکي. دلدار وایي، یوازې ښه شعر تر زیات وخت پورې د خلکو په ذهن کې پاتې کیږي.
د اتصال په خپرونه کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې له ښځو سره د طالبانو پر چلند د انتقادونو موضوع له مېلمنو سره څېړل شوې او د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ ته کتنه شوې ده.
د ملګروملتونو کلنۍ غونډې ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن وینا، د امریکا د کانګرس یوې غونډې ته د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د نه ورتګ وروسته نیوکې، د ایران څخه د افغان کډوالو شړل، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د نن او وضعیت په خپرونه کې په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو پر چلند باندې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د نیوکو او له ایران څخه د افغان کډوالو د شړلو پر موضوعګانو بحث شوی دی.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰