TV Schedule
سالنګي په کاکتوس+ کې: طالبان له خپلو سیاسي مخالفینو سره خبرو ته غاړه نه ږدي
د فراه او پروان ولایتونو پخواني والي، عبدالبصیر سالنګي د کاکتوس+ په پروګرام کې وايي، طالبانو وښودله چې له خپلو سیاسي مخالفینو سره خبرې اترې نه مني، ځکه جګړه د دې ډلې د ټولو مشرانو او قوماندانانو ګډ فکر دی. سالنګي چې پخپله د طالبانو په وړاندې د جګړې تجربه لري وايي، که چیري د "طالبانو له منګولو" څخه د افغانستان د خلاصون لپاره جګړه سمه لار وي، نو دی نه ډاریږي او پوهیږي چې څنګه ددې ډلې پر وړاندې جګړه وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ګمارنې د امریکا ملاتړ - دېرش دقیقې
د افغانستان لپاره د متحدو ایالتو ځانګړي استازي ټام ویست ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل یو فرصت دی او دده په وینا یوه پیاوړي او منطقي غږ ته اړتیا ده. د دېرش دقیقې په خپرونه کې په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې، نۍ، د تړل کېدو په اړه هم بحث کتلای شئ.
د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکل کیدو بحثونه- نن او وضعیت
د طالبانو حکومت یو ځل بیا افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو له وړاندیز سره مخالفت کړی. دغه وزارت دا مخالفت په داسې حال کې کړی چې ټاکل شوې ملګري ملتونه بله میاشت د ځانګړي استازي د ټاکلو په سر قطر کې مشورتې غونډه جوړه کړي. په اوسنیو شراېطو کې ځانګړی استازی د افغانستان لپاره څومره مهم دی او څه رول لوبولی شي؟