په افغانستان کې دولتي جایدادونه د کومو قوانینو پر اساس مهمو اشخاصو ته ورکول کیږي او یا ورڅخه اخیستل کیږي. د اتصال په خپرونه کې ورباندې بحث شوی.
افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ناهیلي، په افغانستان او سیمه کې د داعش د موجودیت په اړه تازه اندېښنې او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزې کې د اوربند پریکړه لیک منظور کړ. ایا په جګړه کې ښکېل اړخونه به ورته غاړه کیږدي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې ورباندې بحث شوی.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰