د لاس رسي وړ اتصالات

TV Schedule

کلیزه
وری غویی غبرګولی چنګاښ زمری وږی تله لړم لیندۍ مرغومی سلواغه کب
غویی, ۱۴۰۴
شنبه یکشنبه دوشنبه سه شنبه چهارشنبه پنجشنبه جمعه
۳۰ ۳۱ ۱ ۲ ۳ ۴ ۵
۶ ۷ ۸ ۹ ۱۰ ۱۱ ۱۲
۱۳ ۱۴ ۱۵ ۱۶ ۱۷ ۱۸ ۱۹
۲۰ ۲۱ ۲۲ ۲۳ ۲۴ ۲۵ ۲۶
۲۷ ۲۸ ۲۹ ۳۰ ۳۱ ۱ ۲
۱۷:۰۰ - ۱۷:۵۹

بو علی سینا

د روغتیا د ډګر نوې پرمختیاوې، د عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په اونیزې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

۱۸:۳۰ - ۱۸:۵۹

کاکتوس+ با لشکری

د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.

۱۹:۰۰ - ۱۹:۳۰

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

۲۰:۰۰ - ۲۰:۵۹

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

۲۱:۰۰ - ۲۱:۲۹

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

۲۱:۳۰ - ۲۲:۲۹

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

۲۲:۳۰ - ۲۳:۰۰

د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه

د کاروان خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. دا خپرونه هره شنبې د شپې په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

XS
SM
MD
LG