TV Schedule
صمد په کاکتوس+ کې: جګړه د افغانستان د ستونزې د حل لار نده
پخوانی افغان دیپلومات عمر صمد وايي د افغانستان تاریخ ښودلې چې سولې ته د رسېدو لپاره جګړه د حل مناسبه لار نده. صمد د کاکتوس+ په خپرونه کې د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومتولۍ د طرز او نورو اړوند مسایلو په اړه خبرې کړي دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
په افغانستان او سېمه کې افراطي ډلې - ۳۰ دقیقې
پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې افراطي ډلې د افغانستان خاوره کاروي او په پاکستان کې بریدونه کوي، خو طالب چارواکو دا ادعا رد کړې ده. د دېرش دقیقو په خپرونه کې پر دې موضوع سربېره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لخوا د مېرمنو د ناهیلي کوونکي وضعیت په اړه د راپور جزیات هم کتلای شئ.
سپینه ماڼۍ: دا چې طالبان ځان د مخربو ډلو قرباني بولي، پوچه نظریه ده - سپینې خبرې
د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا سلاکار جان کربي د طالبانو هغه ادعا رد کړه چې وايي د ځینو مخربو ډلو د فعالیتونو قرباني دي. د طالبانو دا ادعا چې وايي د مخربو ډلو قرباني دي، څومره پر ځای ده؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې پر همدې موضوع بحث کیږي.
افغانستان کې بشري حقونه - نن او وضعیت
د متحده ایالاتو د سنا دیموکراته غړې جین شهین وايي د افغان میرمنو په وړاندې د طالبان زور زیاتی "جنسیتي اپارتاید" ګڼل کېدای شي. میرمن شهین زیاتوي تر هغه چې له ښځو سره دا ډول چلند دوام ولري، د طالبانو حکومت باید په رسمیت ونه پېژندل شي. د نن او وضعیت په خپرونه کې پدې موضوع او په افغانستان کې د کرکټ په داخلي سیالیو خبرې شوي.