TV Schedule
د افغانستان په موسیقۍ کې د احمدظاهر ځای هيڅوک نشي نیولای - هنګامه
د کاکتوس+ د دې اونۍ خپرونې میلمنه، د افغانستان د موسیقۍ وتلې ستورې، مېرمن هنګامه ده. مېرمن هنګامه چې په دې وروستيو کې یې د سينما نړۍ ته مخه کړې، په دې خپرونه کې د خپل شخصي ژوند او هنري کارونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي. نوموړې د افغانستان له وتلي سندرغاړي احمدظاهر سره د خپلو خاطرو په اړه وايي، چې د افغاني موسیقۍ په نړۍ کې د اروښاد احمدظاهر ځای هيڅوک نشي نیولی.
پر ډیورند کرښه د تګ راتګ دپاره د ویزې غوښتنې پر ضد پرلت - دېرش دقیقې
د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې لسګونو زرو ځايي وګړو پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ دپاره د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو او په پاکستان کې د افغانو کډوالو سره د پاکستاني چارواکو د چلند پرضد پرلت کړی دی. د دېرش دقیقو په دغه خپرونه کې په دې اړه د بحث برسېره، د طالبانو په زندانونو کې د یو شمېر فعالانو وضعیت ارزول شوی دی.
ایا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو پرېکړه عملي کیدای شي؟ - حایل
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو مهلت ته یوازې څلور ورځې پاتې دي. پاکستان ولې د افغان کډوالو د شړلو پرېکړه کړې؟ ایا د طالبانو حکومت د دې وړتیا لري چې له پاکستان څخه هېواد ته د ستنېدونکو افغانانو ستونزې حل کړي؟ د دې اوونۍ د حایل په خپرونه کې د همدې موضوع په اړه بحث شوی دی.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ سختېدل او په اړه یې مخالفتونه - سپینې خبرې
لسګونو زره خلکو د پاکستان په چمن کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې او د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ دپاره د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو په خلاف پرلت کړی دی. د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
پاکستان کې د افغان کډوالو مشکلات - ستاسې غږ
د پاکستان حکومت هغو کډوالو ته چې د کډوالۍ قانوني اسناد نلري د نومبر تر وروستۍ ورځې وخت ورکړی چې له دغه هېواد څخه په خپله خوښه ووځي که نه په زور به وشړل شي. د نن ورځې ستاسې غږ پروګرام کې په همدې موضوع د اوریدونکو نظریات اورو. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰