په پاکستان کې د تیر کال په اوږدو کې د لویو بریدونو مسئولیت داسې ډلو په غاړه اخیستې چې نومونه یې مخکې نه و اوریدل شوي. دغه نوې ډلې څوک دي او څه موخې لري؟ په دې اړه خبریالې نزرانې یوسفزۍ د خراسان ویبپانې له مدیر مسئول افتخار فردوس سره مرکه کړې ده.
په دې خپرونه کې د سوداګرو او مسئولینو سره په پاکستان کې د مېشتو افغانو سوداګرو د زیانونو په اړه مرکې شوي او په جلا وطنۍ کې د مسلکي افغانو کادرونو ستونزې څېړل شويدي.
د امریکا غږ اشنا د چهارشنبې په خبري ټولګه کې د نړۍ سره د طالبانو په لانجمنو اړیکو، د غزې د راتلونکې په اړه د بحثونو او سپوږمۍ ته د انسانانو د لېږلو په اړه مهم خبرونه خپروو.
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰