د اتصال په خپرونه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې پر پایلو د مېلمنو سره خبرې شوي.او په دویمه برخه کې په امریکا کې د افغانو کورنیو هغو اندېښنو ته کتنه شوې چې د خپلو ماشومانو د راتلونکې په اړه یې لري.
د اشنا په دې خبري ټولګه کې، د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو د سلا مشورو، د اوکراین د جګړې او په کابل کې د ځوانانو د فوټسال سیالیو په اړه راپورونه خپرېږي.
ملګري ملتونه وایي افغانستان ته د ځانګړي استازي د ټاکلو دپاره سلا مشورې دوام لري. ددې کار په وړاندې خنډ څه دی؟ د سپینې خبرې په نننۍ خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰