TV Schedule
د انګلنډ پروړاندې د افغانستان د کرکټ لوبډلې بري ته غبرګونونه - اتصال
په چمپینز ټرافي کې انګلنډ ته تر ماتې ورکولو وروسته، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دا بری په ملي او نړیواله کچه لمانځل شوی دی. د اتصال په خپرونه کې د افغانستان او انګلنډ ترمنځ د لوبې د ارزولو ترڅنګ په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله د اوښتو زیانونو په اړه بحث شوی.
افغانستان څخه د امریکايي تجهیزاتو د ستنولو غوښتنه - اشنا
له افغانستان څخه د امریکايي تجهیزاتو د ستنولو د ارزونې په اړه پنټاګون ته د ټرمپ امر، د امریکا او اوکراین ترمنځ د معدنونو په اړه ممکنه هوکړه، په کندهار کې د احمد شاه دراني د کور د رغولو چارې، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د اوزبیکستان-افغانستان-پاکستان د ریل ګاډي پټلۍ - سپینې خبرې
اوزبیکستان او پاکستان توافق کړی چې د افغانستان له لارې د ریل ګاډي پټلۍ غځولو لپاره درې اړخیزه کمیټه جوړه کړي. افغانستان څنګه کولای شي له دې پروژي ګټه پورته کړي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې د اوزبیکستان-افغانستان-پاکستان د ریل ګاډي پټلۍ د پروژې په اړه بحث کیږي. خپلې پوښتنې او نظرونه دلته ولیکئ.