TV Schedule
تور زیړی یا هیپاتیت بي څه ډول ناروغي ده؟
د بوعلي سینا په نننۍ خپرونه کې د هیپاتیت بي یا تور زیړي د وقایې او درملنې، د خلکو په روغتیا او اقتصادي سیسټم باندې د طبیعي پیښو د اغیزو کمولو لارې چارې، په ککړو اوبو کې د لامبو له امله رامنځته شوي روغتیایي ستونزې او د تریخې (صفرا) کیسې د درملنې د لارو چارو په ګډون د روغتیا د نړۍ څخه راپورونه شامل دي.
صمد په کاکتوس+ کې: جګړه د افغانستان د ستونزې د حل لار نده
صمد په کاکتوس+ کې: جګړه د افغانستان د ستونزې د حل لار نده پخوانی افغان دیپلومات عمر صمد وايي د افغانستان تاریخ ښودلې چې سولې ته د رسېدو لپاره جګړه د حل مناسبه لار نده. صمد د کاکتوس+ په خپرونه کې د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومتولۍ د طرز او نورو اړوند مسایلو په اړه خبرې کړي دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د بهرنۍ تروریستي ډلې په توګه د طالبانو د پیژندلو وړاندیز - سپینې خبرې
د امریکا د استازو جرګې یوې غړې، د کانګرس څخه په یوې لایحې کې غوښتي چې طالبان دې د یوې بهرنۍ تروریستي ډلې په توګه وپيژندل شي او د هغوي د رژیم په رسمیت پېژندلو سره دې مخالفت وشي. که د استازو جرګه دا لایحه تصویب کړي، د طالبانو لپاره به څه پایلې ولري؟