TV Schedule
شينواری: پولیو درملنه نلري او يوازې د واکسين له لارې يې مخه نيول کېدای شي - بو علي سينا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې؛ په افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ د ویروس د موجودیت لاملونه، امریکا ته د نویو راغلي کډوالو د رواني ستونزو لاملونه، سالمه رواني روغتیا لرل او په ځيګر باندې د الکولو او نورو نشه یي توکو د اغیزې په ګډون د روغتیا له نړۍ پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحث کیږي.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
ایا پاکستان به د نړیوالو سازمانونو د غوښتنو پر اساس د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي؟ - سپینې خبرې
د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د بشری حقوقو څخه سرغړونه بللې ده . بلخوا پاکستاني چارواکو پر افغان کډوالو د فشار د زیاتولو لپاره ، په اسلام اباد کې د پناه غوښتونکو د ساتنې مرکزونه جوړ کړیدي. د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان د حکومت څخه غوښتي دي چی د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي. ایا پاکستان به د نړیوالو سازمانونو د غوښتنو پر اساس د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي؟
د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ژبو د تقویې لپاره عالی شورا جوړه کړیده - نن او وضعیت
د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ژبو د تقویې لپاره عالی شورا جوړه کړیده. د نن او وضعیت په خپرونه کې د ادبي او ټولنیزو علومو مسلکي او اکاډمیک غړی، لیکوال او څیړونکی شهسوار سنګروال او لیکوال او شاعر لعل پاچا ازمون سره پدې اړ بحث او خبرې کوو.
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.