TV Schedule
طالبان: کوم هیوادونه چې مونږ سره د اړیکو له ټینګولو ډډه کوي پالیسۍ یې ستونزې لري – اتصال خپرونه
د اتصال د یکشنبې په خپرونه کې، د طالبانو او د نړۍ هیوادونو او ټولنو پر اړیکو سربیره په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د مودې د تمدید او د دوی بانکي حسابونو په تړلو خبرې شوي دي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
په افغانستان کې د ښځو د کار او تحصیل فرصتونه – د اشنا د یکشنبې خبري ټولګه
نن یکشنبې د امریکاغږ اشنا په خبري خپرونه کې په افغانستان کې د ښځو د کار او تحصیل په ځینو فرصتونو د افغانو نجونو نظرونه خپرو. د فوټسال نړیوال جام ته د افغانستان لار موندنې په اړه او په امریکا کې د تخنیکي چیپونو په تولید د پانګونې او د جمهوري ریاست د مخکښه کاندیدانو په دریځونو راپور لرو.
په افغانستان کې د ښځو دپاره د تحصیل او کار فرصتونه – سپينې خبرې
په افغانستان کې د طالبانو لخوا د نجونو په تعلیم او تحصیل د بندیز وروسته، د لیسو یو شمیر فارغانې د مجبوریته د قابلګۍ زده کولو ته مخه کړېده. طالبانو په خپله څه کم درې کلنه واکمنۍ کې د ښځو د کار او نجونو د زده کړو دپاره څه ډول فرصتونه برابر کړیدي؟
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" خپرونه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي پاڼو له لارې خپریږي.