TV Schedule
رحماني په کاکتوس+ کې: محب د امریکا او افغانستان په اړیکو کې ستونزې جوړې کړې
په امریکا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره رویا رحماني په تېر حکومت کې له خپل کار څخه د دفاع په توګه کاکتوس+ خپرونې ته وویل چې د ملي امنیت پخواني سلاکار حمدالله محب د واشنګټن په سفارت کې د خپل کار پر مهال نه یوازې د افغانستان او امریکا د اړیکو له ښه کولو سره مرسته ونکړه بلکې نورې ستونزې یې جوړې کړې.
د امریکا د ولسمشرۍ د کاندیدانو لومړنۍ مناظره - ۳۰ دقیقې
د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو د دوو کاندیدانو اوسني ولسمشر جو بایډن او ددغه هیواد پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ تلویزیوني مناظره ترسره شوه. د دېرش دقیقو په خپرونه کې ددغې مناظرې د جزئیاتو په اړه بحث شوی. پر دې سربېره د افغانستان او نړۍ نور مهم خبرونه هم په دې خپرونه کې کتلای شئ.
د دوحې غونډه او د طالبانو د سیاسي مخالفینو بحثونه - حایل
د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې په درشل کې د طالبانو سیاسي مخالفین په ویانا کې د خبرو لپاره راټول شول او د ولس په خوښه د یو ټولشموله افغان حکومت په جوړولو یې ټینګار وکړ. د حایل په خپرونه کې څېړل شوې چې ایا دا غونډې او خبرې اترې څومره د افغانستان مشکل حل کوي.
د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړۍ مناظره - سپینې خبرې
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او ددغه هېواد پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سي ان ان تلویزیوني شبکې په کوربه توب مناظره کې د یو بل پر وړاندې ودرېدل او د افغانستان په شمول اقتصاد، بهرنیو چارو،او د جنین د سقط په موضوعاتو یې بحث وکړ. د سپینې خبرې په خپرونه کې په همدې موضوع خبرې شوي.