TV Schedule
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
سپینې خبرې
د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له چارواکو سره تر لیدنې وروسته ویلي، چې ډېری په دې موافق دي، چې د ټول شموله حکومتولۍ جوړول او د ښځو حقونه د افغانستان د اقتصادي ثبات، امنیت او سولې اساسي برخه ده. په افغانستان کې د ټول شموله حکومت رامنځته کېدل څومره شوني دي؟