TV Schedule
۱۷:۰۰ - ۱۷:۵۹
پر روغتیا باندې د ناسمو ورزشي تمرینونو ناوړه اغیزې - بوعلي سینا
د بوعلي سینا د دې اونۍ په خپرونه کې د طالبانو له لوري د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو ځورونې، په غیر مسلکي ډول د بدن ښکلا او وزن پورته کولو له امله روغتیایي ستونزې، د زړه د دریدو لاملونه او د مخنیوي لارې چارې او په افغانستان کې د کولرا د پېښو د زیاتوالی په ګډون د روغتیا د نړۍ خبرونه کتلای او اوریدلای شئ.
۱۸:۳۰ - ۱۸:۵۹
په جمهوریت کې د جګړې د ناسم مدیریت کیسې، فدايي په کاکتوس+ کې
د جمهوریت د حکومت چارواکي حلیم فدايي د هغه وخت په حساسو امنیتي سیمو کې له ناسم مدیریت څخه پرده پورته کړې ده. فدايي وايي په ۲۰۰۹ کې یې له طالبانو او حزب اسلامي سره د خبرو وړاندېز وکړ خو خبره یې بابېزه وګڼل شوه. کاکتوس+ هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۰۰ د امریکا غږ پر سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو کې خپریږي.
۲۱:۳۰ - ۲۲:۲۹