د اتصال په خپرونه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ د ادارې (اوچا) د فعالیت پر اغیزمنتوب او د افغانیو د ارزښت په اړه بحث شوی دی.
افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره د میکانیزم د نشتوالي په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه، د منځني ختیځ کړکېچ، په امریکا کې انتخاباتي مبارزې او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
ملګري ملتونه وايي افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي د میکانیزم نشتوالي طالبان نور هم زړور کړي. د بشري حقونو د سرغړونو د مخنيوي لپاره باید د چا لخوا څه ډول میکانیزم جوړ شي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰