د لاس رسي وړ اتصالات

TV Schedule

۱۸:۳۰ - ۱۸:۵۹

صافی په کاکتوس+ کې: افغانستان کې طالبانو او سیاسي مخالفینو ته یې د حل یوازنۍ لاره سوله ده

د افغانستان د تیر جمهوریت د دورې د کندوز ولایت وروستی امنیه قومندان جنرال زبردست خان صافی وايي، د طالبانو پرمختللیو پوځي تجهیزاتو او د جګړې مدیریت د ملي اردو ځواکونه حیران کړي وو. نوموړی د کندوز ولایت د سقوط اصلي لامل د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او پخپله د ولسمشر ناکافي ژمنتیا بولي. جنرال زبردست خان صافی وايي نه غواړي بیا په هیڅ جبهه کې له طالبانو سره وجنګیږي او طالبانو او د هغوی سیاسي مخالفینو ته سوله د حل یوازنۍ لار بولي. د کاکتوس+ خپرونه هر جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ پر سټلایت او ټولنیزو شبکو کې خپریږي.

XS
SM
MD
LG