د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مشره شاوې لي د افغانستان د نفوس درېیمه برخه له لوږې سره مخامخ بولي. له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې هغې ویلي چې په افغانستان کې د دومره زیات شمېر خلکو خوړو ته اړتیا د اندېښنې وړ ده.
د اتصال په خپرونه کې د افغانستان په اړه د دوحې له درېیمې غونډې څخه پر تمو له او د طالبانو د هغه اقدام په اړه بحث کیږي چې له مخې یې ددغه هېواد خپلواکه طبي شورا د روغتیا په وزارته کې مدغم شوې.
په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو په راتلونکې غونډه کې د طالبانو ګډون، د فضايي وسلو په اړه د روسیې او امریکا ناندرۍ، غزه کې وضعیت، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰