د اتصال په خپرونه کې په افغانستان کې د حکومت مخالفو سیاسي ډلو او پاکستان کې د مهاجرت د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه بحث شوی دی.
افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه تازه اندېښنې، امریکا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې انتخاباتي کمپاینونه، د فوټبال د ۱۶ کلنو سیالۍ او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
ملګرو ملتونو د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون د ښځو ځپونکی بللی او د لغوه کولو غوښتنه یې کړې. ایا د طالبانو حکومت به د ملګرو ملتونو دا غوښتنه ومني؟ د سپينې خبرې په خپرونه کې په همدې موضوع بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰