TV Schedule
د طالبانو سره د نړیوالې ټولنې اختلاف – د اشنا د یکشنبې خپرونه
د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خبري خپرونه کې د طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د اختلافاتو تازه اقدامات اورئ، د حزب الله د مشر حسن نصرالله تر وژل کیدو وروسته د لبنانیانو د اندېښنو او د امریکا د کورني سیاست سربیره، په سندیاګو ښار کې د افغانانو لپاره د فوټبال د روزنځای په هکله یو راپور هم وړاندې کیږي.
د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو د حاضرولو لپاره له هڅو څخه د ګوتیرش ملاتړ – سپینې خبرې
د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا په افغان میرمنو باندې د طالبانو له خوا په لګیدلو محدودیتونو انتقاد کړی او د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو د حاضرولو لپاره یې د یو شمیر هیوادونو او نړیوالو سازمانو له روانو هڅو ملاتړ اعلان کړی دی. دا چې دا اقدام طالبانو ته څه پیغام لیږدوي او ایا ددې ډلې د چلند د بدلیدو سبب به شي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په همدې موضوع بحث کوو
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" خپرونه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي پاڼو له لارې خپریږي.