د لاس رسي وړ اتصالات

TV Schedule

۱۸:۳۰ - ۱۸:۵۹

جهادي مشران په فساد او معاملو کې د افغانستان د پخواني حکومت شریکان وو - کړوخیل په کاکتوس+ کې له لشکري سره

ددې اونۍ د کاکتوس + خپرونه د افغانستان د ملي شورا د پخوانۍ استازې او په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شینکي کړوخیل کوربه ده. کړوخېل وايي چې د افغانستان د پخواني نظام فساد یوازې محمد اشرف غني پورې محدود نه و او په وینا یې جهادي مشران په فساد او معاملو کې شریک وو. کړوخېل د طالبانو د حکومت د مدیریت بڼه "د ښځو ضد، غیر انساني او د اسلامي قوانینو خلاف" بولي. دغه خپرونه د جمعې په ماښام ۶:۳۰ بجې د امریکا غږ د سټلایټ، یوټیوب چینل او فیسبوک پاڼې کې کتلی شئ.

XS
SM
MD
LG