TV Schedule
د رحم سرطان په وخت تشخیص سره د درملنې وړ دی - بو علي سینا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې د رحم د سرطان تشخیص او درملنه، د میرګي ناروغۍ په اړه معلومات، د انسان په روغتیا باندې د هوا ککړتیا اغیزې، په غزه کې د روغتیايي سیستم وضعیت، پر ځوانانو د نشه يي توکو د استعمال ناوړه اغیزې، د مفصلي روماتیزم د وقايې لارې چارې او د روغتیا نړۍ خبرونه او راپورونه شامل دي.
راشدي په کاکتوس+ کې: د طالبانو لخوا د نجونو نیول غیراسلامي دي
د افغانستان د نشه يي موادو سره د مبارزې پخواني وزیر مبارز راشدي کاکتوس+ خپرونې ته ویلي چې له افغان نجونو او مېرمنو سره د طالبانو چلند، د نجونو نیول او زنداني کول غیراسلامي او غیرانساني عمل دی او د اسلام په هیڅ ځای کې د ښځو د حجاب نه لرلو په ضد دا ډول کوم حکم نه دی راغلی. کاکتوس+ هره جمعه د افغانستان پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو د امریکا غږ له سپوږمکۍ او ټولنیزو شبکو څخه خپریږي.
د طالبانو له رسمیت پیژندلو پرته په افغانستان کې د امریکا قونسلګرۍ پر احتمالي پرانستلو غور - سپینې خبرې
سیګار وایي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو ستراتیژیک سند کې راغلي، چې متحده ایالتونه د طالبانو له رسمیت پېژندلو پرته په افغانستان کې د خپلې قونسلګرۍ د بیا پرانستلو پر امکان غور کوي. په افغانستان کې د امریکا د قونسلګرۍ احتمالي پرانیستل به کوم بدلونونه رامنځته کړي؟
د چمن پرلت کوونکي: که غوښتنې مو ونه منل شي د فبرورۍ د اتمې نیټې د ټاکنو مخه نیسو- نن او وضعیت
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر بولدک - چمن لار د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرضد له تېرو ۱۱۲ ورځو راهیسې د خلکو پرلت روان دی. هغوی غواړي چې غوښتني یې ومنل شي. د دغه پرلت مشران وایي ، پریکړه یې کړې ده چې د دولتي ادارو مخې کې به غونډیږي، احتجاج به کوي او په سیمه کې د فبرورۍ پر اتمه نېټه د کېدونکو انتخاباتو مخه به ونیسي. د نن او وضعیت په نننۍ پروګرام کې د سیاسی چاروکارپوه او محقق ډاکټر شهسوار سنګروال سره پر همدې موضوع خبرې کوو
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.