TV Schedule
کډوالي او په نوې ټولنه کې د خلکو په رواني حالت یې اغیزې- بوعلي سینا
د بوعلي سینا په نننۍ خپرونه کې د کورنیو او په ځانګړې توګه د ښځو په روحیي باندې د کډوالۍ اغیزې، د کلتوري شاک او توپیرونو سره مبارزه او د زیږون پرمهال د میندوارو میندو د مړینې د مخنیوي د لارو چارو په ګډون د روغتیا له نړۍ څخه خبرونه شامل دي.
وفايي زاده په کاکتوس+ کې: د افغانستان هوايي ډګرونه د میلیونونو ډالرو فساد مرکزونه وو
د کاکتوس+ په خپرونه کې دا اونۍ د افغانستان د تیر حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر او د ملکي هوايي چلند د ادارې رئیس قاسم وفايي زاده سره خبرې شوي. وفايي زاده پدې خپرونه کې ویلي چې د افغانستان هوايي ډګرونه د میلیونونو ډالرو فساد په مرکزونو بدل شوي وو. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د سړې او فکري جګړې د پیلېدو څخه د طالبانو اندیښنه – د اشنا اشنا د شنبې خبري خپرونه
د طالبانو پروړاندې د سړې او فکري جکړې د پيلېدو له کبله د طالبانو په منځ کې اندیښنه زیاته شوې ده. پر دې سربېره د امریکا غږ اشنا تلویزیون په دې خبري ټوګه کې سېمې ته د اسرائیلو د ملاتړ او د ایران د احتمالي نظامي برید د مخنیوي په موخه د متحدو ایالتونو له لوري د لویې نظامي بیړۍ او جنګي الوتکو د استولو، د افغانستان او نړۍ مهم خبرونه لیدلای شئ.