TV Schedule
واکسین د شري ناروغۍ څخه د مخنيوي تر ټولو غوره لاره ده - بوعلي سينا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې په روغتیايي سکټور کې د ښځینه ډاکټرانو د کمبود ستونزې، د شري ناروغۍ پر وړاندې وقایه او درملنه، د هډوکو د ورستوالي خطرونه، په غزه کې د فعالو روغتونونو وضعیت او په بدن کې د ویټامینونو د مهمې ونډې په ګډون د روغتیا نړۍ خبرونه او راپورونه شامل دي.
صافی په کاکتوس+ کې: افغانستان کې طالبانو او سیاسي مخالفینو ته یې د حل یوازنۍ لاره سوله ده
د افغانستان د تیر جمهوریت د دورې د کندوز ولایت وروستی امنیه قومندان جنرال زبردست خان صافی وايي، د طالبانو پرمختللیو پوځي تجهیزاتو او د جګړې مدیریت د ملي اردو ځواکونه حیران کړي وو. نوموړی د کندوز ولایت د سقوط اصلي لامل د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او پخپله د ولسمشر ناکافي ژمنتیا بولي. جنرال زبردست خان صافی وايي نه غواړي بیا په هیڅ جبهه کې له طالبانو سره وجنګیږي او طالبانو او د هغوی سیاسي مخالفینو ته سوله د حل یوازنۍ لار بولي. د کاکتوس+ خپرونه هر جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ پر سټلایت او ټولنیزو شبکو کې خپریږي.
افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پریکړه لیک ته غبرګونونه - سپینې خبرې
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۹مه د یو پریکړه لیک په تصویبولو سره د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او همدارنګه له افغانانو سره د دوامداره ملاتړ په برخه کې د دغې شورا پر ټینګو ژمنو ټینګار وکړ. ايا د ملګرو ملتونو د دغه پرېکړه ليک تصويب د طالبانو په رسميت د نه پيژندلو او په افغانستان کې د دغې ډلې د واکمنۍ پر وړاندې د جدي دريځ د نیولو مانا لري؟
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.