TV Schedule
په ځوانۍ کې د ويښتانو د تويېدو لاملونه څه دي؟ – بو علي سينا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې، په افغانستان کې د متخصصو او په ځانګړې توګه د ښځينه ډاکټرانو د کمښت پایلې، په ځوانۍ کې د ویښتانو د تویېدو د مخنیوي لارې چارې، د سرطاني ناروغانو د تشخیص، درملنې او پاکستان ته د هغوی د سفر ستونزې، د زړه د رګونو د بندېدو لاملونه او د مخدره توکو د زیانونو په اړه د راپورونو په ګډون، د روغتیا له نړۍ څخه خبرونه کتلای او اوریدلای شئ.
حسنزوی په کاکتوس+ کې: طالبانو ته مې زولۍ نیولې چې د نجونو ښوونځي پرانیزي
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی شاپور حسنزوی وايي، فساد یې ندی کړی او له کومې اندېښنې پرته افغانستان ته ستون شوی دی. حسنزوی د کاکتوس+ خپرونې ته ویلي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو دپاره مبارزه کوي او هیله لري چې طالبان به یې غږ واوري. کاکتوس+ هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ له سپوږمکۍ او ټولنیزو شبکو څخه خپریږي.
د انتقالي عدالت ډلې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره یو لړ غوښتنې مطرح کړې دي- د اشنا د شنبې خبري ټولګه
د امریکاغږ اشنا د شنبې په خبري تولګه کې د ملګرو ملتونو څخه د بشري حقونو د ملاتړو ډلو د تازه غوښتنو، د ترکیې د سیمه ییزو ټاکنو او په امریکا کې د مسلمانانو او د نورو ادیانو د مېلمستیا په اړه مهم خبرونه خپرېږي.
"د جنسیت پر بنسټ تبعیض" د بشریت ضد جنایت په عنوان – سپینې خبرې
د افغانستان د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې د ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د جنسیت پر بنسټ تبعیض (اپارتاید) ته دې د بشریت پر وړاندې د جنایاتو د منع او مجازاتو په کنوانسیون کې ځای ورکړي. د بشریت پر وړاندې د جنایاتو د منع او مجازاتو په کنوانسیون کې د جنسیتي اپارتاید شاملول به د افغانستان خلکو ته څه ګټه ورسوي؟