TV Schedule
ژوند په امریکا کې
ژوند په امریکا کې خپرونه تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کوي. دغه خپرونه هره جمعه ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ پر سپوږمکۍ او ډیجیټلي پاڼو خپریږي.
اسماعیل میاخېل په کاکتوس+ کې: د جمهوریت د سقوط یو لامل د چارواکو نفاق و
د افغانستان د ملي راډیو او ټلویزیون پخوانی رئیس اسماعیل میاخېل وايي، چې د جمهوري ریاست د سقوط یو لامل د چارواکو ترمنځ بې اتفاقي وه. مياخېل په دغه خپرونه کې د خپل ریاست پر مهال د ملي راډيو او ټلوېزيون په اداره کې د ستونزو او بدلونونو په اړه په تفصیل غږیدلی.
افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړولو د روسیې ټینګار- ۳۰ دقیقې
د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه مشورتي غونډه، له طالبانو په خپلو ژمنو عمل کولو او د ټول شموله حکومت جوړولو په اړه د روسیې غوښتنه، د جنايي تورونو په قضیو کې د نیویارک د منصفه پلاوي له لوري د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پړ پیژندل، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د دېرش دقیقو په اونیزه خپرونه کې وګورئ.