TV Schedule
بوعلي سینا – ډاکتران وایي د بیزو تڼاکې ناروغي به د کووید په څیر نه وي
د بیزو تڼاکې ساري ناروغۍ د مخنیوي لارې چارې، په سکاټلینډ کې د ښځینه طبي زده کونکو د زده کړې دوام، په غزه کې د پولیو واکسین د تطبیق په اړه اندیښنې، په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت پایلې او زیانونه او د درملو د پرمختګ په اړه تازه خبرونو پدې خپرونه کې کتلای شئ.
قادري په کاکتوس+ کې: طالبان په پولنډ کې د افغان سفارت د خدماتو مخنیوی نشي کولی
په پولنډ کې د افغانستان د تېر حکومت سفیر طاهر قادري وايي طالبان نشي کولی افغانانو ته د افغانستان د سفارتونو د خدماتو د وړاندې کولو مخه ونیسي. قادري ویلي په پولنډ کې د افغانستان پر سفارت د طالبانو فشار به د پولنډ لخوا د دغه ډلې د حکومت د منل کېدو لامل نشي. کاکتوس+ هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۰۶:۰۰ بجې د امریکا غږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو کې خپریږي.
له جرمني څخه د افغان کډوالو ایستلو ته غبرګونونه – د اشنا د شنبې خپرونه
له جرمني څخه د ۲۸ افغان کډوالو ایستل، په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې تازه څرګندونې، د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د اوباما کی یر په نوم د روغتیايي خدماتو ناڅرګند برخه لیک، د پارالمپیک په لوبو کې د دوو افغان لوبغاړو مډال ګټل، د افغانستان او نړۍ نور مهم خبرونه د امریکاغږ اشنا په خپرونه کې کتلای شئ.
د طالبانو سره د ملګرو ملتونو د تعامل دوام - سپینې خبرې
ملګري ملتونه وايي، طالبانو او ټولو ښکیلو خواوو سره به تعامل ته دوام ورکړي. د سپینې خبرې په خپرونه کې د ملګرو ملتونو د مشر ستیفن دوجاریک تازه څرګندونو چې ویلي د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" سره د همکارۍ د پریکون د اعلان سره سره به ټولو ښکیلو خواوو سره تعامل ته دوام ورکړي، بحث کتلای شئ.