د خبرونو ترڅنګ، په دې خپرونه کې پاکستان ته د کندهار د والي د سفر پر څرنګوالي د شنونکو سره بحث او د طالبانو لخوا په کابل کې د نجونو د نیولو پر موضوع د یوې مېرمنې سره مرکه شوې ده.
د خپرونې د مېلمه سره د ایران د چاودنو په اړه د غبرګونونو او په منځني ختیځ کې د جګړې په اړه مرکه لرو. پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر څېړو، او نور سیمه ییز او نړیوال راپورونه وړاندې کوو.
د ایران په کرمان ښار کې د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۳) چاودونو چې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوي، غبرګونونه راپارولي دي. د سپينې خبرې په خپرونه کې په ایران کې پر وروستیو ناامنیو او چاودونو او پر سېمه یې د اغیزو په اړه بحث شوی دی.
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰