TV Schedule
مطفي: د نامعلومونو شرکتونو سره د کانونو تړونونو اندیښنې زېږولې دي - ځانګړې مرکه
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی سلاکار عبدالقدیر مطفي وايي، د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له وضاحت پرته له یو شمېر نا معلومو شرکتونو سره د کانونو د سپړلو په موخه تړونونه لاسلیک کړي دي او داسې ښکاري چې طالبان یوازې پیسو ته اړتیا لري. ښاغلی مطفي وايي، د زیربنا جوړولو پرته د کانونو سپړل به افغانستان ته زیان ورسوي.
افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه د امریکا د کانګرس د یو غړي اندېښنې - اتصال
د امریکا کانګرس کې د استازو جرګې غړی مایکل مککال وايي، جو بایډن هڅه کوي چې د طالبانو تروریستي روابط له پامه وغورځوي. د اتصال په دې خپرونه کې لومړی بحث پر همدې ادعا متمرکز دی او په پای کې د افغانو مدني فعالانو سره د اروپايي ټولنې د ملاتړ په اړه خبرې شوي دي.
امریکا وايي، طالبانو ته اوس هم د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په نظر ګوري - اشنا خپرونه
په دغه خپرونه کې د طالبانو سره د اړیکو په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو د چارواکو تازه څرګندونې، د دندې څخه د امریکا د استازو جرګې د مشر د ګوښه کېدو ارزونه، په پاکستان کې د افغانو کډوالو د ستونزو په اړه راپور، په دې اړه مرکه او ګڼ نور خبرونه او مرکې اورېدلای شئ.