TV Schedule
کمال سادات په کاکتوس+ کې: د قانون له مخې اشرف غني د افغانستان ولسمشر دی
د افغانستان د پخواني حکومت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر کمال سادات د کاکتوس+ په پروګرام کې وویل چې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني استعفا نه ده کړې او د ده په وینا د یوې وسله والې ډلې د برید له کبله له افغانستان څخه وتلی دی. د کاکتوس+ خپرونه هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ پر سټلایت او ټولنیزو شبکو کې خپریږي.
په ایران کې خونړیو چاودنو ته غبرګونونه – دېرش دقیقې اونیزه خپرونه
د اسلامي دولت ډلې (داعش) په ایران کې د وروستیو خونړیو چاودنو مسؤلیت ومانه چې په ترڅ کې یې ۸۴ کسان وژل شوي او ۱۷۱ کسان ټپیان شوي دي. په دېرش دقیقې خپرونه کې پر دې سربېره په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بدحجابۍ په تور د ښځېنه فعالانو او د زده کړو د فعالانو د نیولو په اړه د ملګرو ملتونو اندیښنې هم څېړل کېږي.
د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
امریکا وايي، طالبان باید د ترهګرۍ ضد مبارزه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي– سپینې خبرې
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد مبارزې ژمنې کړې او باید پر خپلو ژمنو ولاړ وي. د امریکا غږ اشنا راډیو د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه بحث کتلای او اوریدلای شئ.
نن او وضعیت. د پاکستان زندانونو کې د افغان بندیانو وضعیت
د نن او وضعیت خپرونه کې د پاکستان زندانونو کې د افغان بندیانو په حالت او د خلاصون په چارو مدني فعال نظر خان سره خبرې کوو دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰