TV Schedule
پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت -- د اتصال د یکشنبې خپرونه
له افغانستان څخه وتلي افغان خبریالان چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي وایې، چې د پولیسو له ویرې د اسنادو سره سره په خپلو کورونو کې ارام ندي او ددې ویره شته چې په زوره به و ویستل شي. پدې پروګرام کې د همدې خبریالانو سره خبرې شوي او ایران ته د ملا عبدالغني برادر د سفر په اهمیت هم د میلمه سره مرکه شوی.
د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه - د اشنا د یکشنبې خبري ټولګه
نن یکشنبې د امریکاغږ په خپرونه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د روانې جګړې په اړه د امریکا د جګپوړي ډپلومات سره د سیمې د چارواکو د لیدنو او د نړۍ په مختلفو ښارونو کې د لاریونونو په ترڅ کې د اوربند د غوښتنو تفصیل اورئ. په پاکستان کې د مدني فعالانو اندېښنې درسره شریکو او په افغانستان کې د کورني کرېکټ سیالۍ پېل شوي، تاسو به يي تفصیل وګورئ او واورئ.
طالبان په څه ډول په بهرمیشتو هیوادونو کې د افغان کډوالو له مدني حقوقو دفاع کولی شي؟ - سپینې خبرې
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د طالبانو هغه هڅې چې له افغانستانه چا ته ګواښ پېښ نه شي، درناوی نه دی شوی او پر ځای یې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه. د طالبانو حکومت د وکیلانو په ګډون د متخصصینو یوه کمېټه جوړه کړې چې په نورو هیوادونو کې د میشتو افغان مهاجرینو د حقونو دفاع وکړي. طالبان په څه ډول په بهرمیشتو هیوادونو کې د افغان کډوالو له مدني حقوقو دفاع کولی شي؟
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" په نامه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دغه مستندونه د جالبو تصویرونو په ښودلو او د جذابو روایتونو په وړاندې کولو سره تاسو ته د سیمو او پېښو په اړه د تحقیق زمینه برابروي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ، پښتو او دري فیسبوک او یوټیوب چاینلونو له لارې خپریږي. تاسو دا مستندونه د امریکا غږ په ویبسایټونو او ټولنیزو رسنیو کې هم کتلای او تعقیبولای شي.