د اتصال په خپرونه کې قطر ته د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست ملا یعقوب مجاهد د سفر پر موخو او اهمیت خبرې شوي او همداشان د امریکا لخوا د نړۍ ۱۳ ښځو ته د زړورتیا د جایزو په ورکولو هم بحث شوی دی.
امریکا کې د ولسمشرۍ دپاره پیلیزې ټاکنې، په سپینې ماڼۍ کې ۱۳ ښځو ته د زړورتیا نړیواله جایزه، د پاکستان د نوي حکومت سره د طالبانو تعامل او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر په افغانستان کې د ښځو له حقونو سرغړونې د اندېښنې وړ بللي. ایا طالبان دې اندېښنو ته ارزښت ورکوي؟ د سپینې خبرې په نننۍ خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰