TV Schedule
پښتون: د افغان پرمختګ نوښت د نجونو لپاره د انلاین زده کړو ښه زمینه ده – ځانګړې مرکه
د “افغان پرمختګ نوښت” په نوم بنسټ مسؤل هاشم پښتون وايي، په افغانستان کې یی د نجونو د زده کړو لپاره د انلاین زده کړو زمینه برابره کړې ده. ښاغلي پښتون د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې نجونې او هلکان کولای شي په هر ځای کې په منظمه توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د کابل په هوایي ډګر د خونړي برید مسؤل نیول کېدل - اشنا
د کابل په هوایي ډګر د خونړي برید د مسؤل د نیولو اعلان، د امریکا کانګرس ته د ولسمشر ټرمپ وینا او د نړیوالو مسایلو په اړه د هغه دریځ، اروپا کې د اوکراین د جګړې په اړه غونډه، او د افغانستان او نړۍ په اړه نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
په افغانستان کې د یوناما فعالیت - نن او وضعیت
ملګرو ملتونو ویلي چې ټاکل شوې په افغانستان کې د یوناما د کاري مودې د تمدید او د افغانستان د وضعیت په اړه به راتلونکې اونۍ غونډه وکړي. د نن او وضعیت په خپرونه کې پدې موضوع سربېره په تورخم کې د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ د نښتو د دوام په اړه بحث شوی.