TV Schedule
اصیلا وردګ په کاکتوس+ کې: نړۍ په افغانستان کې د پوځي حللارې ملاتړ نه کوي
د افغانستان د پخواني حکومت چارواکې اصیلا وردګ وايي، اکثره نړۍ په افغانستان کې د جګړې مخالفه ده او په دغه هېواد کې د پوځي حل ملاتړ نه کوي. اغلې وردک د کاکتوس+ خپرونې ته وویل چې د افغانستان په اړه د خبرو مرکزیت اوس د ملګرو ملتونو سازمان ته سپارل شوی او تمه کیږي چې دغه سازمان د طالبانو او په نړۍ کې د خپرو شویو افغانانو ترمنځ د پخلاینې زمینه برابره کړي. کاکتوس+ هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ له سپوږمکۍ او ټولنیزو شبکو څخه خپریږي.
پر سیاسي فعالیت د طالبانو د حکومت بندیز - ۳۰ دقیقې
طالبانو په کندهار کې د سیاسي فعالیتونو په تور دوه کسان د ۱۵-۱۵ کالونو بند په سزا محکوم کړي او یو بل کس یې په ۳۰ درو وهلی دی. د دېرش دقیقو په خپرونه کې پر دې سربیره په افغانستان کې د بشري وضعیت او نړیوالو مرستو کمېدو، نړۍ او افغانستان کې د ماشومانو د حقونو تر پښو لاندې کېدو په اړه راپورونه او بحث کتلای شئ.
د طالبانو د حکومت لخوا د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز - سپینې خبرې
په کندهار کې طالبانو د 'سیاسي فعالیتونو' له کبله دریو کسانو ته سزاوې ورکړې. د طالبانو د حکومت د عدلیې د سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي ویلي د احزابو فعالیتونه په مطلق ډول منع دي. پر سیاسي فعالیتونو او احزابو د طالبانو د بندیز عمده دلایل څه دي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې پدې هکله بحث شوی.