TV Schedule
فیضي غوریاني په کاکتوس+ کې: تیر نظام کې د کانونو استخراج د سوداګرۍپه برخه کې یوه لویه ننګونه وه
د افغانستان د پخواني حکومت د صنايعو او سوداګرۍ وزير نثار احمد فيضي غورياني، د لشکري سره د کاکتوس+ په پروګرام کې، په تیر جمهوري نظام کې د سوداګرۍ او صنایعو په برخه کې په ستونزو او ننګونو خبرې کړې دي. د نوموړي په خبره، د طالبانو په اوسني حکومت کې د صادراتو د زیاتوالي یو لامل دا دی، چې طالبانو د کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړي دي. د غوریاني په وینا، دغه اقدام د افغانستان پر سوداګرۍ د پام وړ اغېزه لرلې ده.
د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې پایلې - ۳۰ دقیقې
ملګري ملتونه وايي، د دوحې په درېیمه مشورتي غونډه کې د نړۍ د هیوادونو د ځانګړو استازو عمده غوښتنې په افغانستان کې د نجونې زده کړې او د ټول شموله حکومت جوړیدل وو. د دېرش دقیقو په خپرونه کې پر دې سربېره د شانګهای د همکارۍ سازمان پر سرمشریزې هم بحث کتلای شئ.
په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړیدو د شانګهای سازمان د غړو ټینګار - سپینې خبرې
د شانګهای په سرمشریزه کې ددغه سازمان غړو هیوادونو په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړیدو ټینګار کړی. طالبان وايي د ټول شموله حکومت جوړولو مسله د افغانانو پورې اړه لري. د سپينې خبرې په خپرونه کې په دې اړه د شنونکو سره بحث کتلای شئ.