TV Schedule
طبي اخلاق څه دي او ولې مهم دي؟ – بوعلي سينا
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې، د درېیمې نړۍ او لوېدیځو هېوادونو د روغتیايي سیستم وضعیت، د طبي اخلاقو پر اهمیت او اړتیا بحث، په افغانستان او لوېدیځو هېوادونو کې د نري رنځ د درملنې او مخنیوي لارې چارې، پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو د مور او پلار له خوا د نشه يي توکو د کارولو منفي اغېزې او د اوتیسم ناروغانو د درملنې په ګډون د روغتیا د نړۍ څخه راپورونه کتلای او اوریدلای شئ.
اصیلا وردګ په کاکتوس+ کې: نړۍ په افغانستان کې د پوځي حللارې ملاتړ نه کوي
د افغانستان د پخواني حکومت چارواکې اصیلا وردګ وايي، اکثره نړۍ په افغانستان کې د جګړې مخالفه ده او په دغه هېواد کې د پوځي حل ملاتړ نه کوي. اغلې وردک د کاکتوس+ خپرونې ته وویل چې د افغانستان په اړه د خبرو مرکزیت اوس د ملګرو ملتونو سازمان ته سپارل شوی او تمه کیږي چې دغه سازمان د طالبانو او په نړۍ کې د خپرو شویو افغانانو ترمنځ د پخلاینې زمینه برابره کړي. کاکتوس+ هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ له سپوږمکۍ او ټولنیزو شبکو څخه خپریږي.
د امنیت د ټینګیښت لپاره د شریعت پر تطبیق او د عدالت پر پلي کېدو د طالبانو د مشر ټینګار - سپينې خبرې
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د کوچني اختر رارسیدو په مناسبت پیغام کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د شریعت د تطبیق، امنیت، اقتصاد، پوهنې او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخو کې ښې لاسته راوړنې لرلي دي. د طالبانو په حاکمیت کې د افغان ولس څومره ستونزې حل شوي دي؟