د اتصال په خپرونه کې د میلمنو سره په بدخشان کې د روانو مظاهرو پر غوښتنو خبرې شوي دي. په دې خپرونه کې په افغانستان کې د بشري مرستو د کموالي او فقر موضوع هم څېړل شوې ده.
د اسلامي همکاریو سازمان لخوا له طالبانو د ټولشموله حکومت او ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه، غزه کې وروستی حال، افغانستان کې د هاکي لوبه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د اسلامي همکاریو سازمان غونډې له طالبانو د ټولشموله حکومت جوړولو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې. ایا طالبان به دا غوښتنه ومني؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې ورباندې بحث شوی.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰