TV Schedule
د یو متقاعد افغان کیسه - ژوند په امریکا کې
د ژوند په امریکا کې خپرونه کې د یو افغان سره خبرې شوي چې څه باندې پنځوس کاله وړاندې امریکا ته مهاجر شوی او اوس د خپل تقاعد دورې ورځې شپې تېروي. هغه د خپل ژوند د لوړو ژورو کیسې کوي او هغه ننګونې او لاسته راوړنې بیانوي چې په افغانستان او امریکا کې یې تجربه کړي دي.
ناشناس په کاکتوس+ کې: د موسیقۍ په ډګر کې د اتو لسیزو تجربه او خاطرې
نامتو سندرغاړی صادق فطرت ناشناس د کاکتوس+ په خپرونه کې د موسیقۍ په ډګر کې د اتو لسیزو تجربې لوړې او ژورې او د هغه وخت کیسې بیان کړي چې په مستعار نامه به یې د افغانستان په رادیو او تلویزیون کې سندرې ویلي. هغه وايي په هیڅ سیاسي دربار کې یې سندري ندي ویلي.
افغانستان کې د داعش په اړه د ملګرو ملتونو اندیښنه - ۳۰ دقیقې
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د امنیت شورا ته ویلي چې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې خپلو جنګیالیو ته لارښوونه کړې چې په نورو هیوادونو کې بریدونه وکړي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې پر دې موضوع سربېره په افغانستان کې پر اقتصادي او بشري وضعیت هم بحث شوی دی.
جرمني کې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو برخلیک – سپینې خبرې
د جرمني رسنیو د راپور پر اساس، د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت منلې ده چې په مونشن کې د افغانستان قونسلګري اوس په دې هیواد کې ټولو افغانانو ته قونسلي چارې پرمخ وړي. د سپینې خبرې په خپرونه کې په جرمني کې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو پر فعالیت بحث کیږي.
د افغانستان د پولو بهر د ترهګریزو ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش خبرداری- نن او وضعیت
د نن او وضعیت په دې پروګرام کې د افغانستان د پولو بهر د ترهګریزو ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په خبرداري، د پاکستان له امنیتي پيښو سره د افغانستان د احتمالي تړاو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ریچارد بنیټ له خوا د تازه وړاندې کیدونکي راپور په څرنګوالي بحث کوو.