د اتصال په خپرونه کې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکومت کې د امریکا په بهرني سیاست او د نړۍ سره په اړیکو کې د ممکنه بدلونونو په اړه بحث شوی دی.
د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ بري ته په امریکا او نړۍ کې غبرګونونه، د امریکا له نوي حکومت څخه د طالبانو تمه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
طالبانو د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ له بري وروسته د واشنګتن او کابل ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو تمه ښودلې. ایا د ټرمپ په مشرۍ د امریکا د حکومت او طالبانو ترمنځ د څه ډول تعامل امکان شته؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث شوی.
د نن او وضعیت په خپرونه کې د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ له بري وروسته د طالبانو لخوا د کابل-واشنګټن د ښو اړیکو د غوښتنې او د افغان مېرمنو د هیلو په اړه بحث شوی دی.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰