د اتصال په دغه خپرونه کې د ښځو د نړیوالې ورځې د راتګ په مناسبت د افغانو مېرمنو د استازو سره په افغانستان کې د مېرمنو پر وضعیت او د افغانو مېرمنو د حقونو پر خوندیتوب بحث کېږي.
طالبانو سره د تعامل په اړه د یوناما د مشرې تازه څرګندونې، په امریکا کې د ولسمشرۍ مقدماتي ټاکنې او ملت ته د ولسمشر د وینا دپاره تیاری، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د یوناما مشرې د افغان میرمنو پر وضعیت د اندیښنو سره سره د طالبانو سره په تعامل ټینګار کړی. ایا طالبان په نړیوال سیستم کې ورګډېدو ته تیار دي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په همدې موضوع بحث کیږي.
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰