د اتصال په خپرونه کې له طالبانو څخه د اسلامي همکارۍ د سازمان وروستیو غوښتنو او په چمن کې روان پرلت ته کتنه شوې ده.
د غزې په رفح کې د روان وضعیت، د اپینو د تولید سره د طالبانو د مبارزې او د افغانستان او نړۍ د نورو خبرونو ترڅنګ د حاجیانو لپاره د یو ډول ځانګړې تسبیح د جوړولو په اړه راپور د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
ملګري ملتونه وايي افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی او اکثره بزګرانو د عاید منبع له لاسه ورکړې. ایا طالبان ددغو بزګرانو د لاسنیوي توان لري؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې ورباندې بحث شوی.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰