TV Schedule
بو علي سینا: د راډیو فریکونسي په شعاعو د سرطان درملنه
د راډیو فریکونسۍ شعاعو په مرسته د سرطان د درملنې نوې طریقه، په خلکو کې د ځان وژنې د مخنیوي عوامل او لارې چارې، د ملاریا د مقاومت لرونکو ډولونو اغیزمنه درملنه، د رواني ناروغۍ د درملنې لاملونه او لارې، د مخدره توکو د زیانونو په اړه راپورونه، په غزه کې له ۲۵ کلونو وروسته د ګوزڼ لومړۍ پېښه او نور صحی رپوټونه د دې اوونۍ د بو علي سینا په خپرونه کې ووینئ.
ناشناس په کاکتوس+ کې: د موسیقۍ په ډګر کې د اتو لسیزو تجربه او خاطرې
نامتو سندرغاړی صادق فطرت ناشناس د کاکتوس+ په خپرونه کې د موسیقۍ په ډګر کې د اتو لسیزو تجربې لوړې او ژورې او د هغه وخت کیسې بیان کړي چې په مستعار نامه به یې د افغانستان په رادیو او تلویزیون کې سندرې ویلي. هغه وايي په هیڅ سیاسي دربار کې یې سندري ندي ویلي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو وروستي محدودیتونه غندلي - د اشنا د شنبې خبري خپرونه
د امریکا غږ د آشنا د شنبې په خپرونه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا پر افغانانو د طالبانو د اقداماتو د غندنې، په امریکا کې د وسلې د حق د درلودلو په اړه د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو د تازه څرګندونو او د تحصیل د زمینې د نه شتون په اړه د میرمنو د اندیښنو تر څنګ، مهم راپورونه او مرکې لرو.
قرغیزستان کې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم لرې کول - سپینې خبرې
د قرغیزستان له خوا د تروریستي ډلو د نوملړ څخه د طالبانو د ډلې د نوم د ایستلو له پریکړې وروسته ویلي، دا ډیره مهمه ده چې د افغانستان ګاونډیان د طالبانو سره اړیکې وساتي. آیا دا ډول هڅې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو ته زمینه برابروي؟