TV Schedule
سیما سمر د کاکتوس+ خپرونه کې: نړیواله ټولنه باید د طالبانو د ملاتړ تېروتنه بیا تکرار نه کړي
د "کاکتوس+ با لشکری" ددې اونۍ په خپرونه کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر وویل، چې افغانستان هیڅکله د ښځو لپاره خوندي هیواد نه و او حتا په تیرو دو لسیزو کې او د نړیوالې ټولنې په شتون سره د ښځو د حقونو څخه سرغړونه شوې ده. مېرمن سمر وايي، مبارزې ښځې کولای شي چې د نړۍ په هر ګوټ کې د طالبانو د ظلمونو او جنایتونو او د افغان ښځو پر وړاندې د دغې ډلې د مشر د فرمانونو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي. مېرمن سمر همدارانګه له نړيوالې ټولنې او د افغانستان په شل کلن سياست کې له ښکېلو هېوادونو څخه غواړي، چې د طالبانو څخه د ملاتړ په کولو خپلې تېروتنې بیا تکرار نه کړي. تاسو د کاکتوس+ دغه خپرونه د جمعې په ماښام ۶:۳۰ بجې د امریکا غږ د سټلایټ، یوټیوب چینل او فیسبوک پاڼې کې کتلی شئ
ویانا کې د طالبانو د مخالفو مشرانو د غونډې پایلې - حایل
د حایل ددې اونۍ په خپرونه کې، د ویانا د غونډې پایلې، د طالبانو د مخالفو مشرانو او ډلو ترمنځ د همغږۍ څرنګوالی، او د ویانا او دوشنبې په څېر غونډو کې د طالبانو د استازو نشتوالی څېړل شوی دی. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
د نجونو پر زدهکړو د طالبانو د محدودیت لاملونه - سپینې خبرې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي بیا نیوکه کړې چې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو له امله ملت له طالبانو واټن نیسي. د نجونو پر زدهکړو د طالبانو د محدودیت لاملونه څه دي؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.