د اتصال په خپرونه کې په افغانستان کې د فیسبوک د بندیدو په احتمال او معلوماتو ته د خلکو په لاسرسي بحث شوی او ورپسې په افغانستان کې د کرکټ سره د ځوانانو د علاقې او د افغانستان د کرکټ راتلونکو کورنیو او نړیوالو سیالیو ته لنډه کتنه شوې ده.
د مدني حقونو لپاره د افغانو ښځو مبارزه، د امریکا د ولسمشرۍ لپاره ټاکنیزې سیالۍ، په امریکا کې اختر ته د افغانانو تیاری او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.
د طالبانو حکومت د دوو ګوندونو او لسګونو مدني ټولنو مسئولین امنیتي ارګانونو ته معرفي کړي. د طالبانو دا اقدام به څه اغیزې ولري؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې پر دې مسئلې بحث کوو.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰