TV Schedule
کمال ناصر اصولي په کاکتوس+ کې: د نجونو د ښوونځیو پرانیستل به د طالبانو د ملي مشروعیت لامل شي
د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي، د لشکري سره د کاکتوس+ په پروګرام کې د طالبانو پر حکومت په نیوکې سره وویل، چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل به طالبانو ته ملي مشروعیت ورکړي. د ښاغلي اصولي په خبره، د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د بریا یوازینۍ لار، له سیاسي مخالفینو سره خبرې اترې کول دي. دغه خپرونه د افغانستان پر وخت د جمعې ماښام پر ۶:۳۰ بجو د امریکا غږ د ډیجیټلي شبکو او سپوزمکۍ له لارې خپریږي.
د افغانستان او تاجکستان پر پوله د بازار پرانیسته - نن او وضعیت
د افغانستان او تاجکستان د پولې ترمنځ یو بازار پرانیستل شوی چې نه یوازې د ګڼو کسانو د خوښۍ سبب شوی بلکې د سیمې خلکو ته پر اقتصادي ګتې سربیره د فرهنګونو د تبادلې لپاره هم اغیزناک ګنل کیږي. په بل مطلب کې د هغو میرمنو د سختو شرایطو حال درکوو چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، په نورو هیوادونو کې د کړاوونو ډک ژوند تیروي.