د اتصال په خپرونه کې د افغان کډوالو د ستونزو د اورېدو لپاره پاکستان ته د ملګرو ملتونو د استازي د سفر او په افغانستان کې په اوړي کې د بريښنا کموالي له کبله د خلکو د ستونزو په اړه بحثونه شوي دي.
افغانستان کې د طالبانو له خوا د داعش د مهم قومندان د وژل کېدو ادعا، امریکا کې د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې د دموکرات ګوند د نوماند ټاکلو په اړه بحثونه، د پکتیا د مچلغو بند، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري خپرونه کې وګورئ.
د ملګروملتونو سازمان ویلي چې په افغانستان کې په امنیتي پیښو کې زیاتوالی راغلی دی. لاملونه یې څه دي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په همدې موضوع بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰