نن د اتصال په خپرونه کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د اقتصادي کړنو په اړه د کارپوهانو نظرونه اخیستل شوي او همداشان په سپورت کې د لوبو د خرڅولو یا میچ فیکسینګ په موضوع هم لنډه کتنه شوې.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د مذاهبو د ازادۍ کموالی، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د نړۍ د مذاهبو د ازادۍ په اړه د متحدو ایالتونو کمېسیون ویلي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د مذاهبو ازادي مخ په کمېدو ده. ایا طالبانو په افغانستان کې مذهبي ازادۍ محدودې کړي دي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې موضوع بحث کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰