TV Schedule
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو وروستي محدودیتونه غندلي - د اتصال د یکشنبې خپرونه
د اتصال د یکشنبې په خپرونه کې په افغانستان کې د طالبانو وروستیو پریکړو او فرمانونو ته د ملګرو ملتونو او نړیوالو د غبرګونو په دوام د طالبانو په دریځ خبرې شوي. همداشان یو شمېر خبریالان ادعا کوي چې په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی نور هم محدود او د دوی د رسنیزو فعالیتونو سانسورول زیات شوي دي.
د سواد د زده کړې نړیواله ورځ - سپینې خبرې
یونسکو د سپتمبر اتمه د سواد د زده کړې (د بې سوادۍ سره مبارزې) نړیواله ورځ نومولې او د هغه دلیل یې افرادو او ټولنو ته د سواد د اهمیت په ډآګه کول ګڼلي دي. دا چې آیا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې به د زده کړو چاپیریال بدل شي که نه، په دې موضوع د سپینې خبرې په خپرونه کې بحث کیږي.
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" خپرونه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي پاڼو له لارې خپریږي.