د اتصال په دغه خپرونه کې، افغانو نجونو ته د آنلاین یا د انټرنیټ په مرسته زده کړو د زمینو پر څرنګوالي او د حجاب په بهانه د طالبانو له لوري د افغانو مېرمنو نیولو ته، د نړیوالو پر غبرګونونو بحثونه شویدي.
د امریکا غږ د سه شنبې په پښتو خبري خپرونه کې د افغانانو سره د ملګرو ملتونو پر مرستو، منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر او په افغانستان کې د لوړو زده کړو پر څرنګوالي مهم خبرونه خپرېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. آیا نړۍ به وتوانیږي چې په افغانستان کې بېوزلو ته اړینې مرستې برابري کړي؟
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰